د لویو لارو په اوږدو کې د دمه ځایونو جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د لویو لارو په اوږدو کې د دمه ځایونو جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست له لوري د لویو لارو په اوږدو کې د دمه ځایونو جوړولو په موخه د ټولګټو او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د استازیو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.

دغه غونډه نن چهارشنبه «ربیع الثاني ۲۴مه/لړم ۱۷مه» د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوه، پيل يې د قران کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت وشو او وروسته په اجنډا بحث وشو.

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا مرستیال انجنیر احمد ضیا خالد د لویو لارو په اوږدو کې د خدماتو وړاندې کولو لکه د دمه ځایونو جوړولو څخه يې موخه خلکو ته خدمات وړاندې کول دي او دې هدف ته رسیدو لپاره یې د اړوندو ادارو همکاري اړینه وبلله.

همدارنګه د ټولګټو وزارت د دمه ځایونو او سړکونو د ساتنې رئيس کنشکا نوري او د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د پلان جوړولو، تحقیق او تطبیق رئيس ډاکټر رستم حفیظ یار د یادې موضوع لپاره خپل تخنیکي او مسلکي نظرونه وړاندې کړل.

غونډه کې پریکړه وشوه چې د لویو لارو په اوږدو کې د دمه ځایونو ۵ موقعیتونه معلوم دي او د چارو دوام به یې د عامه او خصوصي مشارکت پر اساس پر مخ لاړ شي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.