د استالف ولسوالۍ استازو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

د استالف ولسوالۍ استازو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ


د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د استالف ولسوالۍ له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره د دغې ولسوالۍ د ستونزو د حل په اړه وکتل.

په دې اړه غونډه چې نن چهار شنبه «ربیع الثاني ۲۴مه/ لړم ۱۷مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د استالف ولسوالۍ استازو په هېواد کې د امنیت ټینګښت، بیارغونې او شرعي نظام هرکلی وکړ او له اسلامي امارت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

يادو استازو په دې ولسوالۍ کې د زراعت، د څښاک پاکو اوبو، د اوبو بند، کانال، مدرسو او ښوونځيو کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه او په وينا يې چې د دې ولسوالۍ زيات خلک په بېلابېلو برخو کې د کار وړتيا لري چې بايد ورته د کار کولو زمينه برابره شي.

په غونډه کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د استالف استازو ته ډاډ ورکړ چې د مدرسو، ښوونځيو، صنعتي ښارګوټي، اوبو بند او کانال جوړېدو وړاندیزونه به يې د حل په موخه د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شريکې کړي.

ښاغلي اخندزاده د يادې ولسوالۍ استازو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او په راتلونکې کې يې هم د هغوی ستونزو د حل په برخه کې ورته ډاډ ورکړ.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه؛ د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.