د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د قلعه شانان او قلعه زمان خان سرک او پل جوړول، له کابل- جلال اباد سرک سره يې نښلولو د لومړي لاټ ساختماني چارو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/NCB/1402/W-20
بانکي تضمين: 2,500,000(دوه ميليونه، پنځه سوه زره افغانۍ)
د افرګشايي غونډه: د 1402 لمريز کال د ليندۍ ۴ مه، له غرمې مخکې 9:00 بجې.
د اړيکو شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding1@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.