د سروبي ولسوالي استازي؛ اسلامي امارت او شرعي نظام زموږ لپاره رحمت دی

د سروبي ولسوالي استازي؛ اسلامي امارت او شرعي نظام زموږ لپاره رحمت دی
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د سروبي ولسوالۍ له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره د دغې ولسوالۍ د ستونزو حل په اړه وکتل.
په دې اړه غونډه چې نن چهار شنبه «ربیع الثاني ۱۷مه/ عقرب ۱۰مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د کابل سروبي ولسوالۍ استازو په هېواد کې د امنیت ټینګښت، بیارغونې او شرعي نظام هرکلی وکړ او له اسلامي امارت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی خوښ وو چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ياده ولسوالۍ کې لسګونه د قتل او سلګونه نور حقوقي مسائل حل شوي، د زورواکۍ، غصب او بې قانونۍ مخه نیول شوې، خو په دې ولسوالۍ کې يې د مدرسو، جوماتونو، ښوونځيو، برېښنا او سرکونو په برخه کې شته ستونزې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست سره شریکې کړې.
په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د سروبي ولسوالۍ له استازو وغوښتل چې له اسلامي امارت سره همکار واوسي او خپل مشروع وړاندیزونه او غوښتنې دې د حل په موخه د چارو ادارې لوی رياست فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست سره شریکې کړي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه؛ د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.