د چارو ادارې لوی رئیس د افغان ښځو شبکې له غړو سره ولیدل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د افغان ښځو شبکې له غړو سره ولیدل او د ښځو د سیاسي مشارکت او د سولې خبرو، د دولت د رهبرۍ شورا او د سولې په مذاکراتي پلاوي کې یې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په اړه د هغوی وړاندیزونه واوریدل.

 د افغان ښځو شبکې غړو، د یادو بنسټونو په رهبرۍ کې د ښځو د ونډې د مشخصیدو په اړه یو غوښتنلیک هم د جمهوري ریاست د عالي مقام په نوم برابر کړی او پکې د حکومت له رهبرۍ غوښتي، چې د متخصصو ښځو له ګومارنې ګټه واخلي.

 د افغان ښځو شبکې غړو وړاندیز وکړ، چې د سولې خبرو محتوا دې ورسره شریکه او ښځو ته دې د خبرو له موادو د څارنې، پلي کیدو او عامه پوهاوي په برخه کې اساسي ونډه ورکړل شي.

 د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ښځو د مشخصو وړاندیزونو له اوریدو وروسته، د ښځو د فعال حضور لپاره د هغوی د عدالت غوښتنې هڅې وستایلې او د جلالتماب جمهور رئیس په استازیتوب یې ډاډ ورکړ، چې د سولې بهیر د ښځو د وروستیو لاسته راوړنو او ازادیو د له منځه تلو په مانا نه دی. ښاغلي فضلي دا ډاډ هم ورکړ، چې حکومت د دولت په ټولو سطحو کې د ښځو د نقش د پياوړتیا لپاره هڅې کوي.