د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست لپاره د تخنيک او ترانسپورت رياست د دوه ډول سون توکو تدارک ( ډيزل او پطرول ) .
د داوطلبۍشمېره : AOP/G/002/1402/NCB/RE
بانکي تضمين : ۱۹۴،۵۰۰ ( يو سلو، څلور نهوي زره، پنځه سوه افغانۍ )
د آفرگشایي ناسته :‍‍ د۴ /۹/۱۴۰۲ لمريز کال له غرمې مخکې 10:00 بجې.
ادرس: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست، د پخواني تعمير محوطه ، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.