يو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

يو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست نن دوشنبه(ربيع الثاني ۱۵/ لړم ۸مه) په کابل ښار کې يو باب کور له څېړنې وروسته خپل اصلي څښتن ته وسپاره.

ياد کور چې د کابل ښار لسمې ناحيې اړوند وزير اکبرخان سِمه کې موقعيت لري، له فتحې مخکې پکې بهرنيان اوسېدل چې وروسته د اسلامي امارت مجاهدينو پخپله ولکه کې واخيست.

نن ورځ ياد کور د چارو ادارې لوی رياست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست د مسؤلينو او ګذر وکيل په موجوديت کې خپل اصلي څښتن « رحيم الله د عزيزالله زوی» ته وسپارل شو.

ښاغلي رحيم الله وويل چې له فتحې وروسته له هېواده بهر و چې څه موده وړاندې هېواد ته له راستنېدو وروسته د چارو ادارې لوی رياست ته عارض شو او اوس يې خپل کور بېرته ترلاسه کړ.

بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست د کورنيو چارو وزارت او استخباراتو لوی رياست سره په ګډه په پلازمينه کابل او ولايتونو کې د غصب شويو کورونو د خلاصون او خپلو مالکينو ته د سپارلو چارې پرمخ وړي چې تر اوسه يې تر ۱۱۰ ډېر کورونه بر رسي کړي دي او خپلو اصلي مالکينو ته يې سپارلي دي.