زرغون مالي صندوق ته د همکاریو د جذب په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په مشرۍ او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رئیس شاه زمان میوندي او نورو وزارتونو ادارو د استازو په ګډون زرغون مالي صندوق GCF ته د همکاریو د جذب لپاره د همغږۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې له لوري، د هېواد د یوولسو پیش بیني شویو پروژو او د دغو پروژو د تطبیق لپاره د نړیوال جواز د ترلاسه کولو د شرایطو په اړه معلومات وړاندې شول. همدا شان د لومړیتوبونو د ټاکلو د څرنګوالي، د زرغون صندوق د برنامو مطابق د دغو پروژو د چمتو کولو ، د افغانستان د تخنیکي او بشري ظرفیتونو د ارزونې، د واقع بینانه طرحو د وړاندې کولو او د پروژو د تطبیقونکو بنسټونو د ظرفیت ارزونې په اړه بحث وشو.

 د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس، د پروژو د طرحو د ترتیب او دغه راز ارزونې په اړه د ادارو او وزارتونو له هڅو په قدردانۍ سره وویل، چې یوه واحد لیدلوري ته له رسیدو وروسته به د وړاندې شویو طرحو او پروژو د پياوړتیا او د پلي کیدو لپاره یې د ظرفیت جوړونې په موخه د جلالتماب جمهور رئیس هدایات هم ترلاسه کړو.