د کابل دويمې او درېيمې ناحيې استازو د هېواد له امنيت او بيا رغونې خوښي وښوده

د کابل دويمې او درېيمې ناحيې استازو د هېواد له امنيت او بيا رغونې خوښي وښوده
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ښار دویمې او دریمې ناحيې له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره د يادو ناحیو د ستونزو د حل په اړه وکتل.
دا غونډه نن دو شنبه د «ربیع الثاني ۱۵ مه/ لړم ۸ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې پکې د کابل ښار د دویمې او درېیمې ناحيې علماء کرامو، قومي مشرانو او ګذر وکيلانو ګډون کړی و.
د يادو ناحيو استازو په هېواد کې د امنیت ټینګښت، بیارغونې، ټولنې اصلاح او له ولس سره د مجاهدینو د ښه چلند هرکلی وکړ او پخپلو ناحيو کې يې د مدرسو، جوماتونو او ښوونځيو د جوړولو، پاکوالي او يو شمېر نور وړانديزونه د حل په موخه شريک کړ.
په غونډه کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ناحيو استازو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د مدرسو، جوماتونو او ښوونځيو جوړېدو په اړه اقدامات په پام کې نيولي دي او زياته يې کړه چې وړانديزونه به يې د حل لپاره د اسلامی امارت له رهبرۍ سره شريک کړي.
دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.