د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کابل ښار يوولسمې ناحيې اړوند پنجصد فاميلی سیمې د ښاري پراختيا د (D-15-4) ساختماني چارو پروژه
د داوطلبۍ شمېره :NPD/KM/1402/W-015/NCB
د بانکي تضمين په توګه: 5000000(پنځه ميلونه افغانۍ)
د افرګشايي جلسه: د ۱۴۰۲ لمريز کال، د لړم ۲۸ مه له غرمې مخکې 10:00 بجې
د اړيکو شمېره: 0202143274
ایمیل npd.bidding1@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.