د چارو ادارې لوی رئیس د هلمند والي سره ولیدل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین سره ولیدل.

 په دې لیدنه کې، هلمند والي د دې ولایت د سیمه ییزې ادارې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، د دغه ولایت ځوانانو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ.

 د چارو ادارې لوی رئیس د هلمند والي د وړاندیزونو له اوریدو وروسته وویل، چې د سیمه ییزو ادارو، په ځانګړي ډول د ولسوالیو پياوړتیا ته به جدي پاملرنه کیږي او د دې ولایت ځوان ظرفیتونه به د ښې حکومتولۍ لپاره جذب شي.