د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د چارو ادارې لوی رياست اړوند د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب د اړتیا وړ د وسايطو تېل او ګاز د تدارکاتو پروژه د NPD/DABS/1402/NCB/G-030 داوطلبۍ شمېرې سره سم د افغانستان دنفتو دولتي شرکت ته چې ادرس يې د کابل ښار اولسمه ناحيه ده په مجموعي ثابت قيمت (نولس ميليونه، اته نوي زره، دوسوه اته نوي) افغانۍ ( 19،898،298) ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.