11 چنګاښ 1399
د چارو ادارې لوی رئیس په کابل کې د جاپان سفیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، به داسې حال کې چې د ملي راډیو تلویزون رئیس اسماعیل میاخېل هم حضور درلود، په کابل کې د جاپان سفیر ښاغلي میټسوجي سوزاکا سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ویډیو کنفرانس کې، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو د نېکو اړیکو او همکاریو یادونه وکړه. همدا شان د افغانستان د ملي ټلویزون د پياوړتیا او معیاري کیدو په اړه هم د تخنیکي همکاریو په تړاو خبرې وشوې.