«په افرګشايي کې د کار کيفيت او مناسب قيمت ته لومړيتوب ورکول کيږي»

«په افرګشايي کې د کار کيفيت او مناسب قيمت ته لومړيتوب ورکول کيږي»
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي د افرګشايي په دريو بيلابېلو ناستو کې چې په کې د ۳۰ شرکتونو مسؤلنيو او استازو حضور درلود؛ ګډون کړی و.
د ملي تدارکاتو رئيس د داوطلب شرکتونو مسؤلينو او استازو ته په وينا کې وويل؛ چې موږ د افرګشايي په ناستو کې د داوطلبانو د کار کيفيت او مناسب قيمت ته لومړيتوب ورکوو، هغوی ته ډاډ ورکوو چې د پروژو له شفافيت څخه دې مطمئن واوسي.
له داوطلب شرکتونو څخه څو تنو مسؤلينو د لا زياتو معلوماتو لپاره او د پروژو په اړه د زيات ډاډ او شفافيت ترلاسه کولو په موخه خپلې پوښتنې د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئيس سره شريکې کړې .
د يادونې وړ ده چې نن دوشنبه(ربيع الاول ۸ مه/ لړم لومړۍ) د مرکز په ګډون د هېواد څلورو زونونو لپاره د روغتيا وزارت اړوند د هيمودياليز procurement &suppluing of 150000 Djital Energy Meter او د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو لپاره د ۲۳۷ قلمه صحرايي او تحکماتو او د هيمودياليز ۱۳ قلمه مصرفي موادو د تدارکاتو پروژو د افرګشايي غونډې سرته ورسېدې.