يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست نن يکشنبه ( ربيع الثاني ۷ مه /تلې۳۰مه ) يو باب کور چې د کابل ښار څلورمه ناحيه کې موقيعت لری؛ خپل اصلي مالک ته چې يو سوداګر دی؛ وسپاره.
دغه کور له څېړنو وروسته د چارو ادارې لوی رياست د کورونو څېړنې او تحت تأمين رياست په داسې حال کې خپل اصلي مالک ته وسپاره چې د ګذر وکيل او د څلورمې امنيتي حوزې مسؤلينو هم حضور درلود .
حاجي خواني عمرزی د کور سپارلو له امله له افغانستان اسلامي امارت څخه مننه وکړه.
د یاد ریاست د رفع تأمين مسؤل مولوي محمد شفيق حقاني وویل، د افغانستان اسلامي امارت د بيا حاکمېدو راهيسې تر سلو ډېر کورونه خپلو اصلي مالکينو ته سپارل شوي دي.