د برېښنا مېټرو فابريکې جوړولو په اړه د‌ همغږۍ غونډه وشوه

د برېښنا مېټرو فابريکې جوړولو په اړه د‌ همغږۍ غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست نن يکشنبه «ربيع الثاني ۷مه/ تلې ۳۰ مه» له نور شرکت کابل خراسان ګروپ سره د برېښنا مېټرو فابريکې جوړولو په اړه د‌ همغږۍ غونډه وکړه.
دا غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د دې ادارې د پانګونې اسانتيا رياست، صنعت او سوداګرۍ وزارت، برښنا شرکت حضوري او نور شرکت کابل خراسان ګروپ رئيس په انلاين بڼه ګډون کړی و.
په ناسته کې د پانګونې اسانتيا رياست مرستيال انجينر احمد ضياء خالد وويل اسلامي امارت خپلو اهدافو ته د رسېدو او د ولس د ښېرازۍ لپاره کار کوي، ترڅو د نورو برخو په څېر په اقتصادي پرمختګ کې هم فعال وي، نو په همدې موخه هڅه کوي چې پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان برېښنا شرکت به د موضوع اړوند مشخصاتو له مخې د جنس د کيفيت او قيمت په پام کې نيولو سره په شرائطو برابره توافقنامه جوړه کړي او په اړه به يې په راتلونکې غونډه کې بحث وشي او د وروستي تصميم لپاره به نهايي شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.