د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ۱۴۰۲ مالي کال د تدارکاتي پلان له مخې د مرکز او ساحوي قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو لپاره د حفظ او مراقبت اړوند اجناس او د وړانديز شويو تاسيساتو د ترميم او خدماتو لپاره تجهيزات او د حفظ او مراقبت سيستم ( ودانيز، بريښنايي او اوبو رسونې)، د سپيتيک څاه د تخليې، د جامدو کثافاتو او دستګاوو تصفيه (فاضلاب او واټرپلانټ مکمل سيستم) د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoD/1402/NCB/NCS-19
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې د مندرج بانکي تضمين له مخې.
د افرګشايي ناسته: د ۱۴۰۲ لمريز کال د لړم ۱۳ مه، له غرمې مخکې 10:00 بجې.
د اړيکو شمېره: 0202143274
ایمیل: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.