د شرطنامې د لومړۍ شمېرې د تعديل خبرتيا

د شرطنامې د لومړۍ شمېرې د تعديل خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برښنا شرکت په استازيتوب لاندې پروژه چې يو ځل اعلان ته سپارل شوې وه؛ د داوطلبانو په غوښتنه، د يادې پروژې په شرطنامه کې تعديل رامنځته شوی دی؛ چې بيا ځلي اعلان ته سپارل کيږي.
ټولو په شرايطو برابر داو طلبانو ته بلنه ورکول کيږي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلي، د شرطنامې سافټ او تعديل شوې شماره د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې په سر تړلې بڼه د تدارکاتو د قانون مطابق د تعديل شوي شمارې سره د اعلان له نشره د افرګشايۍ تر نېټې پورې د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د بريښنا د ساختماني چارو رياست اړوند د توليدي شاپ او پايه سازۍ لپاره د ماشين الاتو او خام موادو پروژه
د دواطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1402/G-012/NCB
د افرګشايي نېټه: 1402 د لړم ۱۳ مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
ایمیل آدرس: planningnpa@gmail.com
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، تخنيکي معاونيت، د تدارکاتي تسهيلاتو امريت، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.