د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري ترڅو د ملي دفاع وزارت په استازيتوب د اړتيا وړ يو قلم زېړو بوټانو د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/MOD/1402/NCB/G-006 ده او عثمان فردوس شرکت ته چې د کابل ښار کارت نو، شاه شهيد اول سرک کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت 294،398،000 (دوه سوه څلور نوي ميليونه، درې سوه اته نوي زره) افغانۍ ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوه ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.