په کابل کې د انګلستان سفیرې سره د چارو ادارې د رئیس ټلیفوني خبرې

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، په کابل کې د انګلستان سفیرې الیسن بلیک سره د ټلیفون په وسیله خبرې وکړې.

 په دې ټلیفوني خبرو کې، مېرمن بلیک د وروستیو هدفي وژنو له قربانیانو سره د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.

 دغه راز، دواړو لوریو د روان وضعیت په اړه هم بحث او خبرې وکړې.