داوطلبۍ اعلان

داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ لپاره د ۶۹ قلمه برښنايي توکو د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍشمېره:NPD/DABS/1402/G-019/NCB
بانکي تضمين: (2,500,000 ) دوه میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ
د افرګشايي ناسته: د ۱۴۰۲ لمريز کال د لړم ۲۲ مه، له غرمې مخکې 10:00 بجې.
د اړيکو شمېره: 0202143274
ایمیل: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.