د قرار داد د ورکړې اعلان

د قرار داد د ورکړې اعلان
د چارو ادارې لوی رياست اړوند د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د کابل ښاروالي په استازیتوب د یادي ادارې د سرک جوړونې پروژه او کانال يې چې د هوايي ډګر له څلور لارې د ګمرک تر سرکه، د نهمې ناحيې اړوند په قرارداد ورکوي د لومړي لاټ اوږد والی يې2794 متره دی، په NPD/KM/1402/W-013/NCB داوطلبۍ شمېرې سره د اريوب سپين غر ساختماني او سرک جوړوني او د آريوب دوبۍ ( جي وي ) ساختماني او لوژستيکي خداماتي شرکتونو ته چې د جواز نمبر يې D-26728 او D-29654 دي او د کابل مرکز د کارته نو په اتمه ناحيه کې موقعيت لري، د څلورسوه اووه مليونه، دري پنځوس زره، دوه سوه، پنځلس افغانۍ په قيمت (407,053,215 ) ورکړي .
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.