د قرار داد د ورکړې اعلان 
د قرار داد د ورکړې اعلان 
د چارو ادارې لوی رياست اړوند د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې دافغانستان برښنا شرکت په استازیتوب د اړتيا وړ اووه قلمه برښنايي توکو او د بيارغونې انتقالي 220 کیلو ولټ مزي له ارغندې - ميدان ښار تر غزني پورې NPD/DABS/1402/G-001/NCB، د داوطلبۍ شمېرې سره د پاور پينل توليدي محترم شرکت ته چې د جواز نمبر يې 47893، او د کابل صنعتي پارکونو اوومه کوڅه کې موقعیت لري د دوه نوي میليونه، څلورسوه، درې شپېته زره، پنځه سوه څلور افغانۍ (92,463,504)  پروژې قرار داد ورکوي.
 
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوه ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.