د چارو ادارې لوی رئيس د اهل تشيع له استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رئيس د اهل تشيع له استازو سره وليدل
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د اهل تشيع ولسي خلکو له استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې او مشکلات يې واورېدل.
دا ناسته نن دوشنبه (ربيع الاول لومړۍ/ تلې ۲۴مه) د چارو ادارې لوی رياست کې ترسره شوه.
په ناسته کې د اهل تشيع استازي سيد صوفي ګرديزي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل چې له څو ليسزو جګړو وروسته د اسلامي امارت بريا د الله تعالی اراده وه او په وينا يې چې اوس په ټول افغانستان کې امنيت تأمين دی.
نوموړي زياته کړه چې د اهل تشيع علماء او متنفذين مسؤليت لري چې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او د بهرنيو دښمنانو لاسونه لنډ کړي.
بل لور ته د اهل تشيع د ولسي وګړو د دفتر غړي سيد حسن شريفي بلخابي وويل؛ د هېواد د اهل تشيع د ستونزو حل لپاره يې يوه طرحه ترتيب کړې ده او د چارو ادارې له رهبري يې وغوښتل چې د يادې طرحې له مخې دې ستونزو ته رسېدنه وشي.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ د افغانستان قومونه او مذهبونه پخپل منځ کې سره ورورولي لري او په وينا يې چې اسلامي امارت د هېواد د اتباعو حقوقو ته د هېواد په هره برخه کې ژمن دی، ښوونيز، روغتيايي او اقتصادي خدمات د هېواد د ټولو خلکو لپاره د هېواد په ټوله جغرافيه کې په برابره توګه سرته رسيږي.
په پای کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د اهل تشيع استازو سره ژمنه وکړه چې اصولي وړانديزونه، غوښتنې او مشکلات به يې د حل لپاره اړوندو ادارو ته سره شريکې کړي.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.