د مالي او اداري چارو معاون د قوشتېپې پروژې د نظارت په موخه بلخ ته سفر وکړ

د مالي او اداري چارو معاون د قوشتېپې پروژې د نظارت په موخه بلخ ته سفر وکړ
د چارو ادارې مالي او اداري معاون مولوي محمد صابر معتصم بالله د مختلفو ادارو له يو ګډ هيئت سره له ساحې څخه د ليدنې په جريان کې د قوشتېپې د کانال د کارونو د پروژې د ښه کولو په اړه ټينګار وکړ همدارنګه يې د ادارو د ګډو همکاريو همغږي او پر ځای تطبيق او د پروژې باکيفيته کول د اهميت وړ وبلل.
په عين حال کې ډاکټر فاروق اعظم د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار وويل : د قوشتېپې کانال ډېری کارونه شوی دي اړينه ده چې د پروژې د چارو اصلاحات په نظر کې ونيول شي هغه د همکاري په ښکاره کولو له پروژې څخه ملاتړ وکړ چې ټولې ادارې دي په دې اړه ضرور خپل نقش ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې یاد هئیت به چې پکې د چارو ادارې، ملي پراختیا شرکت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د اوبو او انرژي وزارت، او تخنيکي ټيم موجودیت لري، د خپلو چارو لپاره څو نورې ورځې هم په بلخ کې پاتې شي.