د چارو ادارې لوی ریاست د افغان ښځو لپاره حقوقي خدماتو مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د چارو ادارې لوی ریاست د افغان ښځو لپاره حقوقي خدماتو مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ
د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست د افغان ښځو لپاره د حقوقي خدماتو مؤسسې (AWRO)سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
په همدې مناسبت نن سه شنبه (ربیع الاول ۲۵مه/تلې ۱۸مه) د یاد ریاست په تالار کې ناسته د قرآن کریم په تلاوت پیل او وروسته د ښاري حکومتولۍ رئیس مفتي محمد یعقوب شرافت مقدماتي خبرې وکړي.
ورپسې د یادې مؤسسې رئیس سید فرهادالله عبادي وویل، موږ له اسلامي امارت سره د برنامو د تطبیق، همغږۍ او همکارۍ په برخه کې خوښ یو او له دې هوکړې وروسته کولی شو، د بلخ ولایت په بلخ او شولګره ولسوالۍ کې فعالیت وکړو.
ښاغلي شرافت وویل، له هغو مؤسسو سره چې د اسلامي امارت اصول او پالیسي مراعاتوي همکاري کوو او له دوی يې وغاوښتل چې د مرستو په وېش کې مستحقو کورنیو ته لومړیتوب ورکړي.
دا مراسم د خیر په دعا پای ته ورسېدل.