د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري چې د ملي تدارکاتو محترم کميسيون د برقي تجهيزاتو د ساتنې تدارک او د 1401 کال د برق د توزيع د څار شبکو ( دريم لاټ ) پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1401/G-001/NCB، ده د افغانستان برښنا شرکت اړوند د فرهاد فرزاد لميټد او سایقه انرژي سپلای ايند کانسټرکشن مشترکو شرکتونو ته چې د جواز شمېرې يې 27702 D-او 8000 دي او د کابل ښار حاجي يعقوب څلور لارې کې موقعيت لري د 117,666,661 (يو سل اولس ميليونه او شپږ سوه شپږ شپېته زره، شپږ سوه يو شپېته) افغانيو ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولای شي ددې خبرتیا له اعلان څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په کتبې ډول د تدارکاتو د پنځوسمې مادې په پام کې نیولو سره ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو مواردو د اصولي طی مراحل کېدو وروسته به قرارداد منعقد شي.