د ښارواليو عوايدو شفافيت او چارو چټکتيا په اړه برېښنايي سيسټم معرفي شو

د ښارواليو عوايدو د شفافيت او چارو چټکتيا په اړه برېښنايي سيسټم معرفي شو

د برېښنايي حکومتولۍ په لور په يوه تازه اقدام کې د ښاروالیو لپاره د عوايدو د شفافيت او اداري چارو د چټکتيا په موخه بريښنايي سيستم «افمس» جوړ او معرفي شو.

ياد سيستم نن چهارشنبه «د ربیع الاول ۱۹ مه/ تلې ۱۲ مه» د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون لوی رياست سرپرست مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې په داسې حال کې چې د دې رياست نورو مسؤلينو هم ګډون درلود د عوایدو ریاست له لوري معرفي شو.

د مالي مدیریت واحد سيستم «افمس» په شفاف ډول د عوایدو راټولول، په کم وخت او چټکه توګه د ښاروالیو د چارو سرته رسولو لپاره یاد سیستم د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د عوایدو رياست له لوري جوړ شوی دی.

د مالي مدیریت واحد سیستم (افمس) یو انلاین او متمرکز بریښنایي سیسټم دی، چې د ښاروالیو د عوایدي، مالي، بودجوي چارو او په کم وخت او چټکه توګه د څارنې او ارزونې وړ دی، په ياد سيسټم کې د ۳۳ ولایتي مرکزي ښارواليو اړوند معلومات خوندي شوي دي او عملاً په ۳۳ مرکزي ولایتي ښاروالیو کې فعال شوی ده.