شکردرې ولسوالۍ استازي؛ هېواد کې د امنیت د تأمین او بیارغونې هرکلی کوو

شکردرې ولسوالۍ استازي؛ هېواد کې د امنیت د تأمین او بیارغونې هرکلی کوو

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د شکردرې ولسوالۍ له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره ددې ولسوالۍ د ستونزو د حل په اړه وکتل.
په غونډه کې ښاغلي اخندزاده د شکردرې ولسوالۍ استازو ته وويل؛ اقتصادي ستونزې له پخوا کمې شوې دي او هڅه کوو تر څو د خلکو اړتیاوو ته په ښه توګه رسېدنه وکړو.

دا غونډه نن چهار شنبه د «د ربیع الاول ۱۹ مه/ تلې ۱۲ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې پکې د شکردرې ولسوالۍ قومي مشرانو، ګذر وکيلانو او علماء کرامو په هېواد کې د امنیت ټینګښت، بیارغونې، د زورواکۍ او بې قانونۍ نه شتون هرکلی وکړ او خپل ستونزې یې د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست رهبرۍ سره شریکې کړې.

د شکردرې ولسوالۍ استازو په کلینکونو کې د درملو کمښت، سړک، اوبه او برښنا، په مدارسو او مکاتبو کې د استادانو کمبود له خپلو اساسي ستونزو څخه یاد کړل او د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست څخه یې وغوښتل تر څو د دوی ستونزو ته اړینه پاملرنه وکړي.

ښاغلي اخندزاده د شکردرې ولسوالۍ استازو څخه وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت سره همکاره واوسي او خپل مشروع وړاندیزونه او غوښتنې دې د چارو ادارې فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست سره شریکې کړي.

همدارنګه د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د شکردرې ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دیني مدارسو د جوړولو او نظم په اړه یې اسانتياوې په پام کې نیولي او ددې ولسوالۍ د خلکو ستونزې به د رهبرۍ مقام سره شریکې کړي.

دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده