د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برښنا شرکت په استازيتوب د حفظ او مراقبت اړوند شل قلمه د برقي تجهيزاتو او لوړ ولټاژ لرونکو لاينونو د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NBP/DAPS/1402/G-004/NCB ده، د اشعه رنګين سوداګريز شرکت ته چې د جواز شمېره يې (32--3298) او د هرات ښار د ۲۹ حمل فلکې ترڅنګ موقعيت لري، د(51,295,950) «يو پنځوس ميليونه،دوه سوه پنځه نوي زره، نهه سوه پنځوس» افغانيو په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولای شي ددې خبرتیا له اعلان څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په کتبې ډول د تدارکاتو د پنځوسمې مادې په پام کې نیولو سره ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو مواردو د اصولي طی مراحل کېدو وروسته به قرارداد منعقد شي.