استماعيه غونډې ته د فردوس پکتين لوژستيکي او ساختماني شرکت بلنه

استماعيه غونډې ته د فردوس پکتين لوژستيکي او ساختماني شرکت بلنه
د فردوس پکتين لوژستيکي او ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره يې(72756) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې د قرارداد د مندرجاتو سره سم يې د چاپيريال ساتنې ادارې اړوند (د عامه پوهاوي او بنسټيزې پراختيا رياستونو لپاره د تبليغاتي اوراقو او اجناسو) پروژې په داوطلبۍ کې د تزويري بانکي حساب له امله، محرومیت د چاپيريال ساتنې ادارې له لوري غوښتل شوی، د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.