د چارو ادارې لوی رئیس؛ د افغانانو روغتيايي اړتياوې پوره کول تر ټولو مهم خدمت دی

د چارو ادارې لوی رئیس؛ د افغانانو روغتيايي اړتياوې پوره کول تر ټولو مهم خدمت دی

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور کابل کې د سيروم جوړونې يوې فابريکې «ټي جي ايل فارماسيټيکل» پرانستغونډه کې ګډون وکړ.

دا غونډه چې د کابل په صنعتي پارک کې د يادې فابريکې په احاطه کې جوړه شوې وه، يو شمير لوړو پوړو امارتي چارواکو او ملي سوداګرو پکې ګډون کړی و.

په غونډه کې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې افغانستان د روغتيا په برخه کې تر بل هر څه زياته اړتيا لري او د افغانانو روغتيايي اړتياوې پوره کولو تر ټولو مهم خدمت دی.

ښاغلي انور وويل‌ چې تر دې وړاندې د افغانستان د روغتيا په برخه کې سترو مافيايي کړيو لاس درلود او د بې کيفيته درملو په تولید او توريد سره يې د افغانانو ناروغۍ لا زياتې کړې دي.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل اسلامي امارت پياوړی هوډ لري ترڅو په هېواد کې مافيا ته د پای ټکی کيږدي او خپل ولس ته د معياري خدمتونو وړاندې کولو اراده لري.

«ټي جي ايل فارماسيټيکل» د درملو او روغتيايي توکو فابريکه چې له څو کلونو راهيسې په کابل کې فعاليت کوي تر دې دمه يې يو شمېر روغتيايي توکي توليد کړي چې د هېواد په روغتونونو کې ترې استفاده کيږي.

د يادې فابريکې د مسؤلينو په وينا چې ياده فابريکه د دې ظرفیت لري چې په کور دننه روغتونونو او له هېواده بهر نورو روغتونو ته هم خپل درمل او روغتيايي توکي صادر کړي.