د چارو ادارې لوی رئیس؛ د اسلامي امارت مسؤلين د خلکو ستونزو د حل په اړه جدي دي

د چارو ادارې لوی رئیس؛ د اسلامي امارت مسؤلين د خلکو ستونزو د حل په اړه جدي دي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برښنا شرکت د اداري پروسو ساده کولو توافقنامو د لاسليک په غونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونډه چې نن يکشنبه « ربيع الاول ۱۶مه/ تلې۹مه» د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې لوی رئيس، د رياست الوزراء اداري مرستيال او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس او د دې ادارې يو شمېر رئيسانو او مسؤلينو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس مولوي نورالحق انور وويل د اسلامي امارت مسؤلين د ولس له منځه راپورته شوي دي، له درده يې خبر دي نو ځکه يې ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې جدي دي.

نوموړي وويل؛ د اداري پروسو د پېچلتيا له امله د خلکو حقوق تلف کيږي خو دا د اسلامي امارت وجيبه ده چې د خلکو د حقوقو څخه ساتنه وکړي.

په دې غونډه کې همد راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله وويل؛ هغه مشکلات او ستونزې چې په امارتي ادارو کې خلک ورسره مخ کيږي د دې ادارې په هڅو له منځه ځي او خلکو ته په چارو کې اسانتياوې رامنځته کيږي.

نوموړي وويل په تېر يو کال کې د بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو ۳۶۶ پروسې ساده شوي او په وينا يې چې دا بهير به لا دوام کوي.

په غونډه کې د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برښنا شرکت مسؤلينو د اداري پروسو ساده کولو له امله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست څخه مننه وکړه او دا چاره يې خلکو ته د اسانتياوو په رامنځته کولو کې مهمه وبلله.

په پای کې د چارو ادارې لوی رئیس او مسؤلينو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست د الکترونیکي ازموينې له بهير څخه ليدنه وکره او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.