د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري چې د دې رياست د خدماتو رياست د اړتيا وړ مرکز ګرمۍ اجناسو د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې AOP/G/006/1402/NCB/RE2 ده، د مطهر مرصاد وهاج تجارتي شرکت ته چې د کابل ښار ترافيک څلورلارې کې موقعیت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره ۸۸۵۸۴ شمېره ثبت دی، د ۳،۵۶۹،۲۳۵ «درې ميليونه، پنځه سوه نهه شپېته زره، دوه سوه پنځه دېرش» افغانيو په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولای شي ددې خبرتیا له اعلان څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په کتبې ډول د تدارکاتو د پنځوسمې مادې په پام کې نیولو سره ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو مواردو د اصولي طی مراحل کېدو وروسته به قرارداد منعقد شي.