د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري چې ددې رياست د تعمیراتو حفظ او مراقبت رياست د اړتيا وړ بريښنايي اجناسو د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې AOP/G/015/1402/NCB/RE ده، د امان ايوبي ساختماني او سرک جوړونې شرکت ته چې د کابل ښار کمپنۍ سيمه کې موقعيت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په ۸۶۵۷۱ شمېره ثبت دی. په ۲،۳۳۳،۸۹۴.۴۰
دوه ميليونه، درې سوه دري ديرش زره، اته سوه څلور نوي اعشاريه څلوېښت افغانيو په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولای شي ددې خبرتیا له اعلان څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې په کتبې ډول د تدارکاتو د پنځوسمې مادې په پام کې نیولو سره ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شویو مواردو د اصولي طی مراحل کېدو وروسته به قرارداد منعقد شي.