د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د برېښنايي چارو ساختماني رياست د ماشين الاتو او موټرونو اړوند د پايو جوړولو لپاره د خام موادو د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبي شمېره: NPD/DABS/1402/G-012/NCB
د افرونو د بانکي تضمين په توګه:
لومړی لاټ: 500,000 پنځه سوه زره افغانۍ
دويم لاټ: 800,000 اته سوه زره افغانۍ
دريم لاټ: 1,000,000 يو ميليون افغانۍ
څلورم لاټ: 700,000 اوه سوه زره افغانۍ
پنځم لاټ: 400,000 څلور سوه زره افغانۍ
شپږم لاټ: 50,000 پنځوس زره افغانۍ
د افرګشايي غونډه: 1402 د تلې 29 مه، له غرمې مخکې 10:00بجې
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.