د کابینې ۶مه غونډه؛ د حرفوي کان کيندنې د کړنلارې تعديل په اړه بحث وشو

د کابینې ۶مه غونډه؛ د حرفوي کان کيندنې د کړنلارې تعديل په اړه بحث وشو

د روان هجري قمري کال د کابینې په شپږمه غونډه کې د کانونو حرفوي کیندنې د کړنلارې په اړه بحث وشو او د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه چې ياده کړنلاره تصحيح او د شرعي حيثيت روښانولو په موخه دې د سترې محکمې دارالافتاء ته واستوي.

دا غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ربيع الاول ۱۰ مه (تلې۳مه) جوړه شوه، د قرانکریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.

د کابينې په دې‌ ناسته کې ټولو امارتي ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې له فتحې وروسته د افغان ټيلي کام شرکت خپل ټول پورونه ياد شرکت ته وسپاري او د پرېکړې له مخې ماليه وزارت به له فتحې مخکې پورونه له ياد شرکت څخه نه غواړي.

د کابینې دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.