استماعیه غونډې ته د برادران خالقيار ساختماني او سرک جوړولو شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د برادران خالقيار ساختماني او سرک جوړولو شرکت بلنه

د برادران خالقيار ساختماني او سرک جوړولو شرکت ته چې د جواز شمېره يې(D-36869) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې د قرارداد د مندرجاتو سره سم يې د معارف وزارت اړوند (د ميدان وردګ ولايت سيداباد ولسوالۍ د شادي خان بابا د مکتب لپاره د ۶ ټولګيو ښوونځي، احاطې دېوال، ۵ غرفو، سولر سيستم، د اوبو کوهي او کثافت دانيو جوړولو) پروژه کې د تعهداتو نه پوره کولو له امله، د معارف وزارت له خوا محرومیت غوښتل شوی دی د يادې ښاروالۍ له لوري د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.