قاري عبدالولي صديقي؛ د بيت المال ساتنه زموږ ټولو مسؤليت دی

قاري عبدالولي صديقي؛ د بيت المال ساتنه زموږ ټولو مسؤليت دی
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت اړوند د اړتيا وړ زېړو بوټانو د تدارکاتو پروژې افرګشايي د ياد رياست د مسؤلينو په موجوديت کې د (۱۱) داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه.
دغه غونډه چې نن «دوشنبه ربيع الاول ۱۰مه/ تلې ۳مه» د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالارکې جوړه شوې وه، په کې د امارت چارو د انسجام معاونيت سرپرست او د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبد الولي صديقي د ملي دفاع وزارت لپاره د اړتيا وړ يو قلم زېړو بوټانو د تدارکاتو پروژې داوطلبانو ته ډاډ ورکړ چې د ملي تدارکاتو رياست تدارکاتي پروسې په شفاف ډول ترسره کيږي او زياته يې کړه چې اسلامي امارت کې د هيچا حق نه ضايع کېږي.
په دې ناسته کې ښاغلي صديقي وويل؛ زموږ د ټولو مسؤليت دی چې د بيت المال له حقوقو څخه ساتنه وکړو تر څو ضايع نه شي او له شرکتونو څخه يې وغوښتل چې په خپلو تدارکاتي فعاليتونو کې په رښتني ډول کار وکړي او له چل او فريب څخه لرې و اوسي. نوموړي زياته کړه کوم توکي چې شرکتونه وړاندې کوي؛ ملي تدارکاتو رياست يې ارزوي ترڅو اجناس معياري او ډاډمن وي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.