د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سیف الدين تائب د ترکيې له سفير سره وليدل

د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سیف الدين تائب د ترکيې له سفير سره وليدل
د اسلامي امارت د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوی سيف الدين تائب په کابل کې د دوست هېواد ترکيې سفارت له سرپرست سفير سره په داسې حال کې وليدل چې د دې ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس او مسؤلينو هم ګډون کړی و.
ښاغلي تائب په دغه ليدنه کې د ملکي خدمتونو ادارې د مسلکي کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په برخه کې د ترکيې هېواد د مرستو او همکاريو مننه وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان له ترکيې سره له څو لسيزو راهيسې ژورې سياسي، کلتوري او ټولنيزې اړيکي لري او په وينا يې چې د اسلامي امارت په راتګ سره ترکیه لومړنی هيواد شو چې خپل سفارت يې په کابل کې پرانيست.
همدا راز په دغه ناسته کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله د ترکيې هېواد له سفير څخه وغوښتل چې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په برخه کې په کور دننه او بهر خپلې همکارۍ زياتې کړي.
له غونډې وروسته د ترکيې سفير ښاغلي عمر نعمان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټيټيوټ له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.