د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلي او د شرطپاڼې کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه او خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل ددې اعلان له نشر څخه د افر پرانیستې نېټې پورې تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د خوراکي او مشروبي توکو د تدارکاتو پروژه
د داوطلبۍ شمېره : AOP/G/031/1402/NCB
بانکي ضمانت: 99،000 (نهه نوي زره افغانۍ)
د افر پرانیستې نېټه: ۱۴۰۲ /تلې/ ۲۵مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: 0202143795
ادرس: د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست، د تدارکاتو ریاست، د معدن پخوانی تعمير پښتونستان واټ - کابل افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي