استماعیه غونډې ته د Qingdao Construction and Engineering Group شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د Qingdao Construction and Engineering Group شرکت بلنه
د Qingdao Construction and Engineering Group شرکت ته چې د جواز شمېره يې (I-81908) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې د ټولګټو وزارت له لوري یې محرومیت په قرارداد کې د مندرجو تعهداتو د نه عملي کولو له امله چې (د بغلان- باميان سرک د شپږمې ودانۍ د جوړولو) پروژه ده، غوښتل شوی دی. د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.