د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د چهاراسياب د خلکو له استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د چهاراسياب د خلکو له استازو سره وليدل
د کابل ولایت د چهاراسياب ولسوالۍ علماء کرامو او ولسي شورا غړو د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو رئيس سره په ليدنه کې د اسلامي امارت له لوري د شريعت تطبيق، امنيت تأمین او بيا رغونې د چارو ملاتړ اعلان کړ او د ياد رياست د فعاليتونو چې د ولس او نظام ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لامل شوی؛ ستاينه وکړه.
په دغه غونډه کې چې نن چهارشنبه (صفر المظفر ۲۸مه/ وږي ۲۲ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د چهاراسياب ولسوالۍ د علماوو، قومي مشرانو، ګذروکيلانو او ولسي شورا غړو سره وليدل.
په ناسته کې د چهاراسياب ولسوالۍ استازو په دې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو، سرک، برېښنا، ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، مدرسو، د ابيارۍ سيستم د تنظيم او د شاتوت بند جوړولو پروژې سرته رسول عمده ستونزې يادې کړې او همدا راز يې له اسلامي امارت څخه وغوښتل ترڅو هغو خلکو ته د کار کولو اجازه ورکړي چې د ځمکو شرعي قبالې لري.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په دغه ناسته کې د چهاراسياب ولسوالۍ استازو ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې ستونزې او غوښتنې به يې د حل لپاره د اسلامي امارت رهبري مقام سره شريکې کړي.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.