د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ناشنوا فدراسيون استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ناشنوا فدراسيون استازو سره وليدل
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ناشنوا سپورټ ملي فدراسيون له مسؤلينو او لوبغاړو سره په داسې حال کې وليدل چې د فوټبال فدراسيون مسلکي مرستيال حافظ احمد ځدراڼ هم شتون درلود.
دغه ليدنه نن دوشنبه (صفر المظفر۲۶مه/ وږي ۲۰مه) د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
په ناسته کې مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې دا سپورټي لوبغاړي د نورو هغو په څېر وړتيا لري ترڅو په په نړيواله سطحه په خپله برخه کې کار وکړي او له دې لارې افغانستان ته خدمت وکړي.
ښاغلي اخندزاده لوبغاړو سره ژمنه وکړه چې د فدراسيون ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه به يې د حل لپاره د رياست الوزراء مقام سره شريک کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.