د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د تداکاتو رياست ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د تعميراتو د ساتنې او څارنې رياست اړوند د ابرسانۍ او کاناليزاسيون د اجناسو د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: : AOP/G/007/1402/NCB/RE
بانکي تضمين: 121000 (يو لک او يوويشت زره افغانۍ)
د آفرګشايي جلسه: ۱۴۰۲/تلې/۹مه، د سهار 10:00 بجې
ادرس: د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست، د تدارکاتو ریاست، د معدن پخوانی تعمير پښتونستان واټ - کابل افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.