استماعیه غونډې ته د کابل زیباک د لوژستیکي خدماتو، ساختماني او تجارتي شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د کابل زیباک د لوژستیکي خدماتو، ساختماني او تجارتي شرکت بلنه
د کابل زیباک د لوژستیکي خدماتو، ساختماني او تجارتي شرکت ته چې د جواز شمېره يې (67356)ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې (د پولیسو د عمومي اکاډمۍ د قومندانۍ د اړتیا وړ د پمپ سټېشن او ۲۵۰۰۰ لیټره د تیلو ذخیرې) د جوړولو کې د قرارداد مندرج تعهداتو د نه عملي کولو له امله یې محرومیت د کورنیو چارو وزارت له لوري غوښتل شوی دی.
د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.