استماعیه غونډې ته د همت میردادي لوژستیکي او تجارتي شرکت بلنه
استماعیه غونډې ته د همت میردادي لوژستیکي او تجارتي شرکت بلنه
همت میردادي لوژستیکي او تجارتي شرکت ته چې د جواز شمېره يې (29277) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې (د ملي آرشیف د ډیجیتل سازۍ لپاره د ټکنالوژۍ وسایلو د تدارکاتو په پروژه ) کې د قرارداد مندرج تعهداتو د نه عملي کولو له امله یې محرومیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري غوښتل شوی دی.
د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.