استماعیه غونډې ته د دلتا ای – ون ساختماني او سرک جوړولو شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د دلتا ای – ون ساختماني او سرک جوړولو شرکت بلنه
د دلتا ای – ون ساختماني او سرک جوړولو شرکت ته چې د جواز شمېره يې(D-02-1014) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې د محلي ارګانونو ادارې له لوري د تزویري اسنادو (د مالي توانایي د تزویري اسنادو) وړاندې کولو سره د شیرزي تاو لومړي فاز د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې اړوند ۶۰۰۰ متره سړک د جغل اچولو د داوطلبۍ پروژه کې یې محرومیت غوښتل شوی دی.
د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.