استماعیه غونډې ته د جهان ډیزاین ساختماني شرکت بلنه

استماعیه غونډې ته د جهان ډیزاین ساختماني شرکت بلنه

د جهان ډیزاین ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره يې (D-44803) ده؛ خبر ورکول کیږي چې د تدارکاتو د نهه څلوېښتمې مادې له مخې يې د وخت د ښارجوړولو او اراضي وزارت له لوري یې محرومیت په قرارداد کې د مندرجو تعهداتو د نه عملي کولو له امله چې ( د بدخشان ولایت د پائین یفتل ولسوالۍ د قدق کلي د ۶ صنفي ښوونځي د جوړولو) پروژه ده، غوښتل شوی دی.  د مکررو ټيليفوني تماسونو او مکاتیبو له لېږلو وروسته هم یاد شرکت د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ته حاضر نه شو.
له همدې امله د دې خبرتیا له اعلان څخه تر (۵) کاري ورځو پورې دې د دې شرکت رئيس، معاون او یا یو باصلاحیته استازی د ملي تدارکاتو ریاست ته تشریف راوړي د نه حضور په صورت کې به د موجوده اسنادو او اصولو سره پرېکړه وشي، هغه وخت به د شکایت حق نه لري.