د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د دفاع وزارت اړوند د بخارۍ لپاره د ډبرو سکرو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د دفاع وزارت د اړتيا وړ يو قلم ډبرو سکرو د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoD/1402/NCB/G-007
د افرونو د بانکي تضمين په توګه:
لومړی لاټ: د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره 500,000 پنځه سوه زره افغانۍ
دوهم لاټ: د 201 خالد بن وليد قول اردو لپاره 250,000 دوه سوه پنځوس زره افغانۍ
دريم لاټ: د 203 منصوري قول اردو لپاره 250,000 دوه سوه پنځوس زره افغانۍ
څلورم لاټ: د 205 البدر قول اردو لپاره 250,000 دوه سوه پنځوس زره افغانۍ
پنځم لاټ: 207 الفاروق قول اردو لپاره 250,000 دوه سوه پنځوس زره افغانۍ
شپږم لاټ: د 209 الفتح قول اردو لپاره 250,000 دوه سوه پنځوس زره افغانۍ
اووم لاټ: د 215 عزم قول اردو لپاره 250,000 دوه سوه پنځوس زره افغانۍ
اتم لاټ: د 217 عمري قول اردو لپاره 200,000 دوه سوه زره افغانۍ
نهم لاټ: د219 عمر ثالث فرقه 200,000 دوه سوه زره افغانۍ
له داوطلبۍ مخکې جلسه: د 1402 کال د وږي 19مه نېټه، د سهار 10:00 بجې
د آفرګشايي جلسه: د 1402 کال د وږي 26 مه، د سهار 10:00 بجې
برېښناليک ادرس: planningnpa@gmail.com
د اړيکو شمېره: 0202143274
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي